د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو پر پنجشېر بشر دوستانه خدمتونه بند کړي: امرالله صالح


د افغانستان جمهوري ریاست پخوانی مرستیال
د افغانستان جمهوري ریاست پخوانی مرستیال

د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال او د مقاومت د جبهې د رهبرۍ غړی امرالله صالح وایي، طالبانو په پنجشېر ولایت کې بشر دوستانه خدمتونو ته لاسرسی قطع کړی دی.

امرالله صالح د سېپټېمبر پر درېیمه په یو شمېر ټویټونو کې وویل چې طالبانو پنجشېر ته د ډاکټر، درملو او خوړو پر داخلولو بندیز لګولی دی.

نوموړی وایي، ټېلېفوني خدمتونه او د برېښنا جریان هم بند شوی دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې رپورټونه ښیي چې د طالبانو او مقاومت ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

دغو جګړو د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي او زیات شمېر کورنیو دغه سیمې پرېیښې دي.

پنجشیر د افغانستان یوازینی ولایت دی چې لا تر اوسه طالبانو نه دی نیولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG