د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجشېر کې درنې نښتې شوې دي‌


پنجشیر د افغانستان یوازینی ولایت دی چې لا تر اوسه طالبانو نه دی نیولی.
پنجشیر د افغانستان یوازینی ولایت دی چې لا تر اوسه طالبانو نه دی نیولی.

د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د طالبانو او د ملي مقاومت په نوم جبهی د جنګیالیو تر مینځ نن( د سېپټېبر پر درېیمه) په څلورمه ورځ هم جګړه روانه وه.

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست مشر مولوی کریم الله وثیق مشال رادیو ته وویل چې تېره شپه طالبانو د پنجشیر د عنابه ولسوالۍ د دربند په غرونو کې د مقاومت په ځواکونو برید وکړ.

د ده په وینا، طالبانو د مخالف لوري‌ ۷ مورچې او دوه ټانکونه نیولي‌ دي.

خو د مقاومت جبهې یو غړی شمس الدین بیا مشال ته وویل چې د طالبانو دغه برید یې پر شا کړی دی.

رپوټونه وایي چې په دربند، ګلبهار او شتل سیمو کې درنه جګړه روانه ده چې دواړه خواوو ته پکې درنې وسلې کارېږي.

دغو جګړو د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي او زیات شمېر کورنیو دغه سیمې پرېیښې دي.

پنجشیر د افغانستان یوازینې ولایت دی چې لا تر اوسه طالبانو نه دی نیولی.

XS
SM
MD
LG