د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ځانمرګي برید درې تنه وژلي دي


په بلوچستان کې داسې پېښې وخت ناوخته رامنځ ته کېږي. په دې بریدونو کې نه یوازې د پاکستان عسکر بلکې هلته په پروژو بوخت چینايي‌ وګړي هم په نښته کېږي.
په بلوچستان کې داسې پېښې وخت ناوخته رامنځ ته کېږي. په دې بریدونو کې نه یوازې د پاکستان عسکر بلکې هلته په پروژو بوخت چینايي‌ وګړي هم په نښته کېږي.

په بلوچستان کې د ایف سي ځواک پر پوسته په بمي برید کې درې سرحدي عسکر وژل شوي دي.

دا پېښه د کوټې له ښاره ۲۰ کلومیټره لرې په سونا خان سیمه کې د کوټې او مستونګ پر لویه لاره شوې ده.

د نیوسریاب د پولیسو تانې ایس ایچ او عبدالحي د سېپټمبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چي د لومړنیو پلټونو تر مخه دا ځانمرګی برید وو.

د ده په وینا، په دې برید کې د درو کسانو وژل کېدو تر څنګ ۲۲ کسان نور ژوبل شوي هم دي. د نوموړي په وینا په وژل شویو کې دوه عام کسان هم شامل دي.

په کوټه کې د ترهګرۍ ضد څانګې - سي ټي ‌ډي - په یو بیان کې ویلي چې دا یو ځانمرګی برید وو چې د سرحدي عسکرو پر موټر شوی دی.

د دوی په وینا، په دې کې درې سرحدي عسکر وژل شوي‌ او ۲۰ کسان نور ټپیان شوي دي. خو په بیان کې دا نه دي ویل شوي‌ چې په ټپيانو کې سرحدي عسکر څو او عام خلک څو دي.

ژوبل کسان د کوټې شېخ زید روغتون ته رسول شوي او پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي . تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې ده.

په بلوچستان کې داسې پېښې وخت ناوخته رامنځ ته کېږي. په دې بریدونو کې نه یوازې د پاکستان عسکر بلکې هلته په پروژو بوخت چینايي‌ وګړي هم په نښته کېږي.

د داسې بریدونو زمه واري زیاتره وخت له پاکستان ازادي غوښتونکې بلوڅې وسله والې ډلې پرغاړه اخلي. پاکستان دا ډلې ترهګرې بولي.

XS
SM
MD
LG