د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیوزي لینډ پولیسو پر خلکو د چړو برید کوونکی وژلی دی


د نیوزي لینډ وزیراعظمې جیسنډا ارډن دا یو ترهګر برید بللی دی.
د نیوزي لینډ وزیراعظمې جیسنډا ارډن دا یو ترهګر برید بللی دی.

د نیوزي لینډ پولیسو هغه تن وژلی چې د اکلینډ سیمې په یو بازار کې یې پر یو شمېر کسانو د چړو ګوازارونه وکړل.

دغو کسانو غرمې مهال په بازار کې سودا اخیسته. د نیوزي لینډ وزیراعظمې جیسنډا ارډن دا یو ترهګر برید بللی دی.

په سیمه کې د ژغورنې ادارې - سینټ جان ایمبولینس سروس - ویلي چې شپږ کسان روغتون ته وړل شوي دي او پکې د درېیو حالت نازک دی.

په انلاین ویډیوګانو کې ښودل کېږي چې خلک له بازاره په منډه را وځي.

جیسنډا ارډن په یوه غونډه کې وویل چې "یو پرتشدده / افراطي انتها پسند تن د نیوزلینډ پر بې ګناهو وګړیو یو ترهګر برید وکړ".

هغې د حمله کوونکي په اړه وویل چې د سري لنکا شهري دی چې لس کاله وړاندې نیوزیلینډ ته راغلی. د ارډن په خبره دغه تن د پنځو کالو راهیسې د تعقیب وړ و.

هغې وویل چې برید کوونکی د حملې د پیلولو په یو منټ کې دننه ووژل شو او له اسلامي دولت وسله والې ډلې متاثره وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG