د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ بورډ اسټرالیا ته د ملي لوبډلې د لېږلو اجازه ترلاسه کړې


افغان ملي لوبډلې.انځور- ارشیف
افغان ملي لوبډلې.انځور- ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایيه رییس حمید شینواري فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي، چې له طالبانو يې اسټرالیا ته د کرکټ ملي لوبډلې د لېږلو اجازه ترلاسه کړې ده.

ټاکل شوې چې د نومبر له ۲۷مې بيا د ډېسېمبر تر لومړۍ نیټې پورې افغان لوبډله له اسټرالیا سره په هوبرټ کې ټېسټ لوبه وکړي.

دا لوبه پروسږ کال ټاکل شوې وه، خو د کورونا وبا له امله وځنډېده. طالبانو په خپلې تیرې واکمنۍ کې ګڼې لوبې بندې کړې وې او زياتره وخت به يې اعدام، سنګسار او نورې سزاوې په لوبغالو کې ترسره کولې.

XS
SM
MD
LG