د اګست پر ۳۱مه د پاکستان ماليې وزارت لخوا په خپرې شوې اعلاميه کې راغلي چې د پېټرولو او ډيزلو په يو ليټر بيعه کې د يوې نيمې روپۍ کمی شوی دی.
په اعلاميه کې راغلي چې د يو ليټر خاورو تيلو په بیعه کې هم يوه نيمه روپۍ او د يو ليټر لايټ ډيزلو په نرخ کې يوه روپۍ کمی شوی دی.
د خزانې وفاقي وزارت ترمخه د يو ليټر پېټرولو بیعه به اوس ۱۱۸ روپۍ او ۳۰ پيسې وي. همدا راز د يو ليټر ډيزلو نوی نرخ ۱۱۵ روپۍ او درې پيسې، د لايټ ډيزلو تيلو يو ليټر قيمت ۸۴ روپۍ او ۷۷ پيسې او د خاورو تيلو يو ليټر نوی قيمت ۸۶ روپۍ او ۸۰ پيسې ټاکل شوی دی.
نوي قيمتونه د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې څخه عملي شوي دي. په اعلاميه کې راغلي چې د دې ګام هدف د ولس د استعمال شيانو په نرخونو کې کمی کول دی.
په پاکستان کې ډېری خلکو مشال راډیو ته ويلي دي چې ګرانۍ يې ژوند له مشکلاتو سره مخ کړی دی.