د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یمن پر لوی هوايي ډګر برید لږترلږه ۳۰ تنه وژلي


د یمن د عدن پر هوايي ډګر د ۲۰۲۰م کال د دسمبر پر ۳۰مه برید شوی وو.
د یمن د عدن پر هوايي ډګر د ۲۰۲۰م کال د دسمبر پر ۳۰مه برید شوی وو.

د یمن د پوځ ویاند محمد النقیب ویلي چې د اګست پر ۲۹مه د هېواد تر ټولو لوی هوایي ډګر - ال عناد -- د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید شوی دی.

د ده په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه ۳۰ حکومت پلوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۶۰ ټپي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې شمیرې زیاتېدای شي. دا پېښه په دې ورستیو کې د یمن په کورنۍ شخړه کې تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.

هلته د ایران ملاتړ لرونکي حوثيان له هغه حکومت سره په جګړه بوخت دي‌ چې د سعودي عرب ملاتړ لري او نړیوالو هم په رسمیت پیژندلی دی.

د یمن چارواکو ویلي چې د حکومت تر واک لاندې هوايي اډه کې لږ تر لږه درې چاودنې شوې دي. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو محمد النقیب د دې تور پر حوثيانو پورې کړی دی.

ایسوشېټیډ پریس اژانس ویلي چې تراوسه د حوثیانو پوځي ویاند د دې برید پخلی یا تردید نه دی کړی.

د وسله والو لخوا د یمن د پلازمېنې صنعا تر نیولو وروسته له ۲۰۱۴م کاله راهیسې په یمن کې د حکومت او حوثیانو ترمنځ جګړه روانه ده چې له وجې تر یو لاکه ۳۰ زرو زیات کسان وژل شوي او بشري بحران یې هم رامنځته کړی دی.

XS
SM
MD
LG