د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د اګست پر ۳۰ مه په انټرنیټي غونډه کې د افغانستان لپاره د تګلارې همغږي کولو په اړه بحث کوي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي پوځیان د طالبانو لخوا پر افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته له هغه هېواده د وتلو په روستي پړاو کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۹مه ویلي چې امریکا به په انټرنیټي غونډه کې د مهمو شراکتدارانو کوربتوب کوي.
د وزارت په وینا، د غونډې ګډونوال به د راتلونکو ورځو او اوونیو لپاره پر ګډو هڅو او تګلاره بحث کوي.
ټاکل شوې چې د کېنیډا، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، برتانیه، ترکیې، قطر، اروپايي ټولنې او نېټو استازي په دې غونډه کې برخه واخلي.
دا غونډه د اګست تر ۳۱مه یوه ورځ وړاندی کېږي کومه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره ټاکلې ده.