د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې کورونا ۶۹ کسان نور وژلي


د ویب پاڼه په لیکنه‌ ، له دې سره په دې هېواد کې د وایرس د مثبت کیسونو شمیر له ۱۱ لکه ۵۲ زرو څخه زیات شوی دی.
د ویب پاڼه په لیکنه‌ ، له دې سره په دې هېواد کې د وایرس د مثبت کیسونو شمیر له ۱۱ لکه ۵۲ زرو څخه زیات شوی دی.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له وجې ۶۹ کسان مړه شوي دي.

د کویډ-۱۹ وایرس وبا په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼې د اګست پر ۲۹مه لیکلي چې په تېر شواروز کې د کورونا وایرس ۳۹۰۹ پېښې ثبت شوې دي.

د ویب پاڼه په لیکنه‌ ، له دې سره په دې هېواد کې د وایرس د مثبت کیسونو شمیر له ۱۱ لکه ۵۲ زرو څخه زیات شوی دی.

دغسې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې وایرسه ۳۴۴۳ کسان بېرته ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس له وجې تر اوسه ټول ۲۵ زره ۶۰۴ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG