د جرمني د بهرنيو چارو وزير هيکو ماس د افغانستان وضعيت څېړلو لپاره د اګست پر ۲۹مه د منځني ختيځ او منځني اسيا هېوادونو په سفر ځي.
هيکو ماس به ازبکستان، تاجکستان او پاکستان ته سفرونه کوي. جرمني او نور اروپايی هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د ګېر شوو کسانو راايستلو لپاره متبادلې لارې ولټوي.
ده ويلي چې د هغو کسانو چې دوی يې ذمه واره دي راايستلو کار ته به دوام ورکوي.
جرمني د اګست پر ۲۶مه نېټه له کابله د پوځي الوتکو الوتنې درولې وې.
هيکو ماس به قطر ته هم ځي او امکان دی چې د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې پر اګست ۳۱مې نيټه د امريکايي ماموريت ختمېدو وروسته له هغه هېواده د خلکو د راايستلو په اړه خبرې وکړي.