د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملي بیرغ پلوو مظاهرو مهال د طالبانو ملا امامانو ته په خطبو کې پر ولسي یووالي د ټینګار غږ


کابل کې د افغانستان ملي بیرغ په ننګه راوتلی لاریون: ۲۰۲۱، ۱۹م اګست
کابل کې د افغانستان ملي بیرغ په ننګه راوتلی لاریون: ۲۰۲۱، ۱۹م اګست

طالبانو د افغانستان د جوماتونو له امامانو غوښتي چې د جمعې په خطبو کې د ولس پر یووالي ټینګار وکړي.

نن پر افغانستان د طالبانو له کنټرول راهیسې د لومړۍ جمعې لمونځ کېږي. په عین وخت کې پرون د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستو کلیزې په مناسبت د هېواد په یوشمېر برخو کې هم د ملي بیرغ په ننګه پر دویمه ورځ هم مظاهرې وشوې.

رپورټونه وايي، طالبانو د سولې او د اسلامي ارزښتونو مطابق د ټولشموله حکومت جوړولو پر ژمنو سربېره، د مظاهره چیانو پرضد له تاوتریخوالي کار واخیست چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو پرون په یوه پیغام کې وویل چې د جوماتونو امامان دې ((وطنوال د هېواد پرمختیا پر لوري کار او د هېواد نه پرېښودو ته وهڅوي)) او ((د دښمن د منفي تبلیغاتو)) ځواب دې ووايي.

په داسې حال کې چې کاروبارونه د بیا پرانیستو په حال کې دي، د پلازمېنې په لارو او کوڅو کې تر ډېره ارامي ده او وسله وال طالبان په کابل کې پلي (پیاده) او په ګاډو کې ګرځي. البته بانکونه او حکومتي دفترونه تر اوسه بند پراته دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG