د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې څلور نوي پناه ځايونه جوړېږي


په پېښور کې خلکو لپاره سرکاري سر پناه ځایونه.

د پېښور په یو سرکاري سر پناه کې د ۲۲۰ کسانو د پاتېکېدو ځای دی خو هلته د ورځې تر دې هم زیات کسان ورځي چې ځینې یې پر ځمکه ويدېږي.

په دغو کې یو د کوهاټ اوسېدونکی ګل هم دی چې پېښور ته د مزدورۍ لپاره تللی دی.

"موږ ته دلته د دریو شپو لپاره د پاتې کېدو اجازه شته. زه ديهاړي کوم، مطلب ورځنی کار کوم چې څه هم لاس ته راشي. دوی موږ ته ډېر ښه خوراک راکوي او ځای هم پاک صفا دی."

په پېښور کې دوه سرکاري پناه ځایونه دي. د ښار په پجګي روډ د پناه ځای مشر یونس اپرېدي د اګست پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دغه پناه ګاه ته زياتره هغه کسان ورځي چې پېښور ته له لرو سیمو نه د مزدورۍ لپاره ورځي او یا یې خپل ناروغان پېښور ته د علاج لپاره بېولي وي او د شپې ځای نه لري.

"دا پناه ځای په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شوی و او ډېر ښه انتظامات پکې شوي دي نو ځکه ورته د صوبې یو ماډل پناه ځای هم ويل کېږي. زموږ سره د ۱۸۰ کسانو ځای دی، خو هره ورځ تر ۲۲۰ زیات کسان راځي. صوبایي حکومت د خوراک ټېکه يو چا ته ورکړې نو دلته تیار خوراک راځي."

د خیبر پښتونخوا حکومت د اګست پر ۲۷مه ویلي، دوی په صوبه کې څلور نور پناه ځایونه یا "شېلټر هومز" جوړوي. دغه نوي پناه ځایونه به، چې ورته پناه ګاه هم ويل کېږي، په بونېر، نوښار، ډېره اسماعیل خان او صوابی کې جوړول کېږي. پر دې سربېره به د کوز دیر او کوهاټ سرکاري پناه ځایونو ته نور سهولتونه هم ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا دا پناه ځایونه یا خو د صوبې د خېر ښېګړي اداره او یا سرکاري بيت المال چلوي. د کوهاټ ضلعې د سرکاري بېت المال افسر غفار خان د اګست پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د کوهاټ سرکاري پناه ځای لا فعاله نه دی خو تمه ده چې د روان کال (۲۰۲۱ز) په سېپټېمبر میاشت کې د خلکو لپاره پرانيستل شي.

"دلته ټول انتظامات شوي دي او تمه ده چې ډېر زر یې پرانيسته وشي. دا به بيت المال چلوي او یو تن کولای شي چې تر دریو شپو پورې په پناه ځای کې پاتې شي."

له کوهاټ سره تعلق لرونکی د خېر ښېګړې یو کارکوونکی پير فهیم د اګست پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، د کوهاټ پناه ځای لا نه دی فعاله خو د بنو پناه ځای ته زیاتره مزدوران د شپې تېرولو او یا خوراک لپاره ورځي.

"بېکوره خلک، لکه څنګه چې په اروپا کې وي، هغه خو دلته ډېر کم دي، خو زما د معلوماتو له مخې، زیاتره مزدوران دغو پناه ځایونو ته ورځي او ښځې هم بغېر له سړو نشي ورتللی."

د پناه ځایونو په اړه د خیبر پښتونخوا د قانون ترمخه هر هغه تن چې قامي شناختي کارډ لري او دغه ښار ته له بل ځای نه تللی وي نو هلته تر دریو شپو پورې پاتېدلای شي. پر دې سربېره، ښځې هم د خپل کور له سړيو سره هلته ورتلی شي، خو یواځې هلته د پاتې کېدو اجازه نه لري.

د خیبر پښتونخوا حکومت د سرکاري پناه ځایونو لپاره د ۱۰ غړیو یو څانګه هم لري چې د دغو پناه ځایونو چارې پرمخ وړي.د دغه څانګې یو غړي عبدالماجد د اګست پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې دا وخت اته پناه ځایونه د پاکستان بيت المال تر انتظام لاندې چلیږي چې څلور پکې فعاله دي او د څلورو پر جوړولو کار روان دی.

"په خیبر پښتونخوا کې ۱۱ پناه ځایونه د صوبې د خېر ښېګړې له ادارې سره دي او اته له پاکستان بيت المال سره دي خو په دې کې ځینې لا هم نه دي فعاله. د بېت المال څلور هغه فعاله دي او څلور به نور جوړیږي. په پېښور کې دوه پناه ځایونه دي یو بيت المال چلوي او یو د صوبې د خېر ښېګړي اداره چلوي."

نوموړي زياته کړه، چې هلته زیاتره د باجوړ، دیر، بونېر او نورو لرو پرتو سیمو هغه مزدوران د شپې تېرولو لپاره ورځي چې پېښور ته په مزدورۍ پسې تللي وي او د شپې ځای نه لري.

د عبدالماجد په وينا، پناه ځايونو ته ځینې نور هغه خلک هم ورتلای شي چې په پېښور کې یې څه کار وي خو د شپې بندوبست یې نه وي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، دا پناه ځایونه له هغه علاوه دي، چې دوی د ښځو لپاره جوړ کړي دي. بلخوا د بشري حقونو کارکوونکي وایي، په قبایلي ضلعو کې تر اوسه د ښځو لپاره پر حکومتي کچ یو پناه ځای هم نه دی جوړ شوی.

XS
SM
MD
LG