د لاسرسي ځای

تازه خبر

۱۳ لکه بېوسه زده کوونکو ته وظيفې ورکوو: خيبرپښتونخوا حکومت


د پېښور په يو کالج کې د ۱۲م ټولګي يوه زده کوونکې وايي چې يوشمېر زده کوونکو د وس نه لرلو له کبله لوړې زده کړې پرېښودلې.
د پېښور په يو کالج کې د ۱۲م ټولګي يوه زده کوونکې وايي چې يوشمېر زده کوونکو د وس نه لرلو له کبله لوړې زده کړې پرېښودلې.

د خیبر پښتونخوا حکومت ويلي چې له راتلونکې میاشتې (سېپټېمبر) څخه به د صوبي ټولو بېوسه او غریبو زده کوونکو ته تر احساس پروګرام لاندې د وظیفو ورکول پیل شي چې په دې ګام سره به د لوست کچ لوړ شي.

د خیبر پښتونخوا د وزير اعلا سلاکار کامران بنګش نن (د اګست پر ۲۶مه) مشال راډيو ته وويل چې تر احساس پروګرام لاندې به د صوبې ۱۳ لکه بېوسه زده کوونکو ته وظيفې ورکوي. نوموړي زياته کړه چې دا وظيفې به د ۱۱م او ۱۲م ټولګيو زده کوونکو ته ورکول کېږي. د نوموړي په وينا په سکولونو کې له وړاندې لا له بېوسه زده کوونکو سره د مرستو بهير روان دی.

د خيبر پښتونخوا زده کوونکو د حکومت دغه ګام ستايلی خو وايي چې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو لپاره دې هم دغه ډول وظیفې ورکړل شي. د دوی په وينا په لوړو ټولګيو کې فیسونه ډېر زیات دي او ګڼ زده کوونکي دومره وس نه لري چې د لوړو زده کړو لګښتونه پوره کړي.

د پېښور په يو کالج کې د ۱۲م ټولګي زده کوونکې دعا وايي چې يوشمېر زده کوونکو د وس نه لرلو له کبله لوړې زده کړې پرېښودلې. نوموړې زياتوي، خپله هم دومره وس نه لري چې زیات فیسونه ورکړي.

د اطلاعاتو لپاره د وزیراعلا محمود خان سلاکار کامران بنګش په وينا، دوی به وزیراعظم عمران خان ته خواست کوي چې د پوهنتون پر کچ د بي اېس پروګرام لپاره هم دغه ډول وظیفې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG