د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د دفاع، کورنيو چارو او ماليې سرپرست وزيران وټاکل


طالبان د اګست پر ۱۵مه ارګ ته داخل شول.
طالبان د اګست پر ۱۵مه ارګ ته داخل شول.

افغان طالبانو یو شمېر خپلې پخوانۍ تجربه کاره او مطرح څېرې د کابینې پر مهمو څوکیو ګمارلي دي.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، طالبانو صدر ابراهیم د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ګوانتانامو پخوانی بندي ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع سرپرست وزير ټاکلی دی.

طالبانو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ګل اغا یې د افغانستان د مالیې وزیر په توګه ټاکلی دی.

ګل اغا ښکاري چې ګل اغا اسحاقزی دی چې په ۲۰۲۰ز کال کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو هدف و. د ملګرو ملتونو تر مخه هغه د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د وړوکوالی ملګری، خزانچي او نېږدې سلاکار پاتې شوی دی. د ملا عبدالقیوم ذاکر په اړه ویل کیږي چې یو مهم قوماندان او د ملا عمر په نېږدې کسانو کې دی. صدر ابراهیم هم په طالبانو کې یوه پیاوړی څېره ده.

طالبانو ویلي، دغه ګمارنې یې د چارو د دوام لپاره کړي او زیاته کړې يې ده چې د ولایتونو والیان به هم هغه کسان وي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د دوی په لیکو کې ښه ځلېدلي دي.

د طالبانو یو قوماندان ویلي چې د وزیرانو مقررول موقتي دي.

نن ۱۲مه ورځ ده چې طالبان کابل ته ننوتلي دي. د دوی مشران که څه هم په خبرو لګیا دي، خو تر اوسه د نوي حکومت د جوړېدو په اړه کومه ښکاره پرېکړه نه ده شوې.

پر طالبانو دا نیوکه هم کېږي چې په یو شمېر سکتوري برخو کې يې بې تجربې کسان په دندو ګمارلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG