د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال بانک له افغانستان سره مرستې ځنډولې دي


د نړیوال بانک یو چارواکي ویلي، په افغانستان کې یې د خپلو کارونو تر سره کولو لپاره د پيسو لېږد درولی او د دغه هېواد حالات له نېږدې څاري.
د نړیوال بانک یو چارواکي ویلي، په افغانستان کې یې د خپلو کارونو تر سره کولو لپاره د پيسو لېږد درولی او د دغه هېواد حالات له نېږدې څاري.

نړيوال بانک ويلي، د افغانستان اوسني وضیعت او د طالبانو په واک کې له راتګ سره سم د دې هېواد پر پرمختیایي کارونو او د ښځو پر ژوند د دې اثراتو سخت اندېښمن کړی دی.

د نړیوال بانک یو چارواکي اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، په افغانستان کې یې د خپلو کارونو تر سره کولو لپاره د پيسو لېږد درولی او د دغه هېواد حالات له نېږدې څاري او جاج یې اخلي.

رویټرز خبري اژانس ته بيا د نړیوال بانک یو چارواکي ویلي چې دوی به د نړیوالې ټولنې او له خپلو پرمختیایی ملګرو سره مشورو ته دوام ورکړي.

نړیوال بانک په افغانستان کې تر ۲۴ زیاتې پرمختیایي پروژې لري او د دغه بانک د وېبپاڼې له مخې، د ۲۰۰۲ز کال راهيسې نړیوال بانک افغانستان ته څه باندې پینځه اربه ډالره ورکړي چې زیاتره برخه یې د مرستو په بڼه ده.

له دې وړاندې د پيسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) هم پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته دغه هېواد ته مرستې ورکول درولې دي.

XS
SM
MD
LG