د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو له راتګ وروسته له افغانستانه شاوخوا ۶۴ زره بهرنیان او افغانان وتلي

مېجر جنرل هانک ټېلر ويلي چې له افغانستانه يې يواځې په تېر يو شواروز کې ۲۱،۶۰۰ کسان را ويستلي دي.
مېجر جنرل هانک ټېلر ويلي چې له افغانستانه يې يواځې په تېر يو شواروز کې ۲۱،۶۰۰ کسان را ويستلي دي.

د طالبانو له وروستیو پرمختګونو او د کابل له نیولو وروسته نېږدې ۶۴ زره بهرنیان او افغانان د کابل هوايي ډګر له لارې له افغانستانه په الوتکو کې وتلي دي.

د امریکا د لوی درستیز د سیمه‌ییزو عملیاتو مرستیال مېجر جنرل هانک ټېلر د اګست پر ۲۴مه ناوخته په ویرجينیا کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له افغانستانه يې يواځې په تېر يو شواروز کې ۲۱،۶۰۰ کسان را ويستلي دي.

ټېلر زیاته کړه، "تر اوسه ۶۳،۹۰۰ امریکایان، ناټو او نور ايتلافيان، همدا راز هغه افغانان چې ځانګړې ویزې یې ترلاسه کړې دي او هغه افغانان چې زیان ور واوښت، خوندې شوي او د ښه ژوند په لور درومي."

د ټېلر په وینا، له دې ډلې اکثریت يې د اګست له ۱۵مې وروسته، چې طالبانو کابل نیولی دی، له افغانستانه وتلي دي چې شمېر یې نېږدې ۵۹ زرو ته رسېږي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG