د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې وسله والو ځايي کس وژلی


وژل شوي ځوان حفیظ الله په سيمه کې پرمختيايي کارونه کول.
وژل شوي ځوان حفیظ الله په سيمه کې پرمختيايي کارونه کول.

پولیس وايي چې په جنوبي وزيرستان کې نامعلومو کسانو يو ځايي کس حفيظ الله مسيد وژلی دی.

د ضلع د پوليسو مشر شوکت علي مشال راډيو ته وويل چې د اګست پر۲۳مه سهار د تحصيل تيارزه اوسپس سيمه کې پر موټرسايکل سپرو کسانو پر حفيظ الله ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې هغه ځای په ځای مړ شو.

نوموړي زیاته کړه چې پوليسو د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې او په تحصيل تيارزي او سروکۍ سيمه کې يې د قاتلانو د نيولو لپاره د لټون عمليات پیل کړي دي.

که حکومت وغواړي په قبايليو کې امن راتللي شي: پخوانی سېنېټر صالح شاه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د وژل شوي ځوان یو خپل حمزه مسيد مشال راډيو ته وويل چې حفیظ الله په سيمه کې پرمختيايي کارونه کول او په ښکاره يې له هيچا سره کومه شخصي دښمني نه وه.

نوموړي زياته کړه چې له تيرې يوې مياشتې راهيسې د مسيدو په سيمه امنيتي وضع خرابه شوې ده چې له کبله يې خلک اندېښمن دي. نوموړي زياته کړه چې د امنيت ذمه واري د پوليسو او امنيتي ځواکونو ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان مشر رحمت شاه مسيد وايي چې پوليس او امنيتي ځواکونه دوی ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه شوي دي.

نوموړي مشال راډيو سره په مرکه کې پر پوليسو تنقيد وکړ چې د ده په وينا تراوسه يې د هيڅ يوې پېښې پلټنې نه دې کړي چې دا ولې، چا او څنګه وکړه.؟

خو پوليس وايي چې د تر هرې پېښې وروسته يې هڅه کړې چې لاملين ونيسي.

XS
SM
MD
LG