د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګل اغا شېرزي او د ولسمشر غني ورور د طالبانو "ملاتړ" اعلان کړ


ګل اغا شېرزی د افغانستان په کابینه کې وزیر پاتې شوی. وروستی وزارت یې د سرحدونو او قبایلو چارو وو - عکس له ارشیفه
ګل اغا شېرزی د افغانستان په کابینه کې وزیر پاتې شوی. وروستی وزارت یې د سرحدونو او قبایلو چارو وو - عکس له ارشیفه

لیکوال: صفي الله ستانکزی، ازادي راډیو

له طالبانو سره د سیاستوالو د ملاتړ د جلب په دوام د افغانستان د ننګرهار او قندهار پخواني والي ګل اغا شېرزي هم د دې ډلې ملاتړ اعلان کړی دی.

د طالبانو د مخکښ غړي خلیل الرحمان حقاني او د ځینو نورو په هڅو شېرزي د دې ډلې ملاتړ وکړ چې ورسره ده ته د طالبانو له خوا بیا د هغه پخوانی لقب "بلډوزر" ورکړل شو. د ولسمشر اشرف غني چې له هېواده بهر وتلی، ورور حشمت غني احمدزي يې هم د طالبانو ملاتړ اعلان کړی دی.

طالبانو هم په هغو مراسمو کې چې له شېرزي یې "بیعت" اخیسته هغه ته د "بلډوز" لقب ورکړ.

د طالبانو مشران، په تېره بیا خلیل الرحمان حقاني، د تېرو څو ورځو په دوران کې د ځینو افغان سیاستوالو کورونو ته ورغلی او له هغوی یې له طالبانو سره "بیعت" غوښتی.

خلیل الرحمان حقاني او د طالبانو یو شمېر مشران د اګست پر ۲۲مه نېټه د ګل اغا شېرزي کور ته ورغلل.

ګل اغا شېرزی د افغانستان په کابینه کې وزیر پاتې شوی. وروستی وزارت یې د سرحدونو او قبایلو چارو وو. د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوره کې د ښار جوړوونې وزیر و. څو کاله د ننګرهار والي هم پاتې شوی. د ښار جوړوونې وزارت دوره یې تر ټولو مشهوره ده ځکه ده پکې د رغنیزو چارو لپاره د خپلو هڅو په خاطر د (بلډوزر) لقب وګاټه.

طالبانو هم په هغو مراسمو کې چې له شېرزي یې "بیعت" اخیسته هغه ته دا لقب ورکړ. شېرزی په حکومتي چارو سربېره په قومي جرګو او د سولې په فعالیتونو کې هم لیدل شوی دی. د طالبانو هڅې یواځې په شېرزي نه دې متمرکزې. بلکې تر ده مخکې یې ځینې نور سیاستوال هم د ځان پلوي کړي.

د کل اغا شېر زي د ښار جوړوونې وزارت دوره تر ټولو مشهوره ده ځکه ده پکې د رغنیزو چارو لپاره د خپلو هڅو په خاطر د (بلډوزر) لقب وګاټه.
د کل اغا شېر زي د ښار جوړوونې وزارت دوره تر ټولو مشهوره ده ځکه ده پکې د رغنیزو چارو لپاره د خپلو هڅو په خاطر د (بلډوزر) لقب وګاټه.

له هغې ډلې یوه بله قضیه چې د ټولو پام یې وراړولی له طالبانو سره د افغان ولسمشر اشرف غني د ورور حشمت غني احمدزي ملاتړ دی.

پر ټولنیزو شبکو ډېره لاس په لاس شوې ویډیو کې ښکاري چې خلیل حقاني او ځینې نور طالب مشران له حشمت غني سره ولاړ دي او د الله اکبر په نعرو اعلان کوي چې هغه له طالبانو سره "بیعت" وکړ. په ویډیو کې یو طالب مشر د حشمت غني تندی ښکلوي.

افغان ولسمشر اشرف غني چې په کابل د طالبانو تر ولکې وروسته متحده عرب اماراتو ته ولاړ څو واره په ډاګه کړې وه چې له خپل ورور سره اړیکې نه لري او په اصطلاح "عاق" کړی یې دی.

حشمت غني له طالبانو تر ملاتړ وروسته له یوه پاکستاني ټلویزیوني چینل جیونیوز سره په اردو مرکه کړې او د خپل ملاتړ دلیل یې دا ویلی: "حمایت خو به قوي کلمه وي. مګر څه چې ما کړي هغه مې د خپلو خلکو او خپل هېواد لپاره کړي. نه یواځې مې د خپل ملک لپاره نه دی کړی دا کار بلکې د طالبانو جوړښت چې ما وکوت دوی دلته امنیت راوستای شي."

حشمت غني کابل ته د طالبانو د راتلو په لومړنیو ورځو کې د اګست پر ۱۶مه په خپل ټوېټر شکایت کړی وو چې طالب وسله والو یې له کوره یو پیکپ موټر په زور بوته. "دوی خو ویل موږ د چا کور ته نه داخلیږو موږ د چا له شخصي مال سره غرض نه لرو. اوس دوی زما له کوره یو پېک اپ [ګاډی] په زوره [یووړ]. ما ټول ژوند کې دولتي کار نه دی کړی، دا زما شخصي کور او موټر دی داسې خو دوی خپل حیثیت ته ژر تاوان رسوي."

خلیل حقاني غونډو ته ګڼ کسان ورځي او د هغه او طالبانو د ملاتړ شعارونه ورکوي مګر معلومه نه ده چې دا کار له زړه کوي یا د ځان د ساتنې لپاره.
نيویارک ټايمز

طالبانو بیا ویلي چې د دوی وسله وال حق نه لري د خلکو کورونو ته ورشي او ګاډي ترې بوځي.

د سیاستوالو د جلب او جذب په دې پروسه کې د طالبانو مخکښ غړی خلیل الرحمان حقاني په دې هڅه کې دی چې د خپلو وسله والو یوه نوې او معتدله څېره وښيي.

هغه وړمه ورځ په یوه غونډه کې احمد شاه مسعود ته چې کلونه یې د طالبانو په وړاندې جګړه وکړ شهید او اتل ووایه او ویې ویل چې زوی یې احمد مسعود له طالبانو سره بیعت وکړ. "لاسونه پورته کړئ. شکر وباسئ. احمد مسعود. د شهید مسعود اتل قهرمان قومندان مسعود زوی نن سره د ټولې کابینې بیعت وکړئ له موږ سره"

دا خبرې احمد مسعود ته نېږدې کسانو رد کړې او ویلې یې دي چې خبرې روانې دي خو احمد له طالبانو سره بیعت نه دی کړی. احمد مسعود په پنجشېر کې د یو شمېر نورو طالب ضد څېرو له هغې ډلې مرستیال ولسمشر امرالله صالح او نورو په ملتیا د مقاومت جبهه جوړه کړې ده.

هغه څه چې د خلیل الرحمان حقاني په تړاو یې د ګڼو لویدیځو رسنیو پام هم ور اړولی په ټولو مجلسونو کې د یوه امریکایي ټوپک ګرځول دي. نیویارک ټایمز لیکلي خلیل حقاني له اېم .۴ امریکايي ټوپک سره په غونډو کې برخه اخلي.

په خواله رسنیو د خلیل حقاني او ګلبدین حکمتیار یو ګډ انځور هم د ګڼو پام ور اړولی چې خلیل حقاني ټوپک سره ناست دی.

د دې ناستې عکسونه او جزییات رسنیو او هم په خپله د حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار خپاره کړي.

خلیل حقاني د حقاني شبکې او طالبانو یو مخکښ غړی دی چې د نیویارک ټایمز په خبره د امریکا او ملګرو ملتونو د ترهګرو او تعقیب وړ کسانو په لیسټ کې دی. د ده وراره سراج الدین حقاني د طالبانو مرستیال او د حقاني شبکې مشر دی چې د امریکا په تر ټولو خطرناکه تعقیب وړ ترهګرو کې دی او د داسې معلوماتو په بدل کې چې دی پرې نیول کېدای شي د پنځو میلیونو ډالرو انعام ټاکلی.

حقاني شبکه چې د ۱۹۷۰ز لسیزې په وروستیو کې د جلال الدین حقاني په مشرۍ جوړه شوه له القاعده او نورو ترهګرو شبکو سره په ګډه همکارۍ او په افغانستان کې په مرګونو بریدونو تورنه ده.

په انګور اډه پاکستان ته راوړيدو کې له ستونزو سره مخ يو: وزيرستانيان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00

د راپورونو له مخې ۲۰۰۱ز کال دې شبکې له توره بوړې د القاعده شبکې د وژل شوي رهبر اسامه بن لادن د تېښتې لپاره زمینه برابره کړه او ددې باعث شوه چې د امریکا جګړه سخته او کلونو ته وغځیږي.

نیویارک ټایمز لیکلي سره له دې چې د خلیل حقاني غونډو ته ګڼ کسان ورځي او د هغه او طالبانو د ملاتړ شعارونه ورکوي مګر معلومه نه ده چې دا کار له زړه کوي یا د ځان د ساتنې لپاره.

د ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې دا ټولو ته جوته ده چې یو شمېر خلک د واکمنانو په ملاتړ ځکه شعار ورکوي چې ځانونه یې خوندي وي.

XS
SM
MD
LG