د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو له طالبانو د تشدد بندولو او د افغانانو حقونو ته د پاملرنې غوښتنه کړې


 پاکستان په دې برخه کې ځانګړی مسولیت لري، ځکه د ده په وینا هم د افغانستان ګاونډی دی او هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري. (انځور: وسله وال طالبان، ارشيف)
پاکستان په دې برخه کې ځانګړی مسولیت لري، ځکه د ده په وینا هم د افغانستان ګاونډی دی او هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري. (انځور: وسله وال طالبان، ارشيف)

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله پرونۍ (د اګست ۲۰مې) فوق العاده غونډه کې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو وګړيو او د هغو افغانانو د وتلو پر هڅو بحث وکړ چې غواړي له هېواده ووځي.

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ د غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته پر هغو پرېکړو رڼا واچوله چې د بهرنیو چارو وزیرانو بحث پرې کړی و.

هغه وویل، له افغانستانه د ناټو د غړو هېوادونو او د ناټو د متحدانو د وګړيو او هغو افغانانو چې له دوی سره یې کار کړی، د ویستلو عملیات ورته لومړیتوب لري.

ستولتنبرګ وویل، په غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د ناټو د چلند په اړه هم بحث وشو او زیاته یې کړه، د ټولې نړۍ سترګې هغو کسانو ته دي چې اوسمهال په کابل کې واکمن دي.

د ناټو عمومي منشي له طالبانو وغوښتل چې تشدد دې سمدستي بند کړي او د ټولو افغانانو، که ښځې دي که نارینه یا ماشومان، اساسي حقونو ته دې درناوی وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ وویل، په غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د ناټو د چلند په اړه هم بحث وشو
د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ وویل، په غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د ناټو د چلند په اړه هم بحث وشو

ستولتنبرګ اسلام اباد ته د افغانستان د سیاسي تنظیمونو د مشرانو د سفر او د افغانستان په راتلونکي کې د پاکستان د ونډې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اسلام اباد د هڅو نتیجه باید په افغانستان کې د ټولو اړخونو په ګډون د یوه حکومت جوړېدل وي.

نوموړي وویل: "هغه څه چې اوس مهم دي، دا دي چې په کابل کې هر نوی جوړېدونکی حکومت باید ټول شموله وي او هرڅه چې له دې بهیر سره مرسته کولای شي، مهم دي."

ستولتنبرګ په کابل کې د نوي حکومت په جوړولو کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله او ویې ویل، پاکستان په دې برخه کې ځانګړی مسولیت لري، ځکه د ده په وینا هم د افغانستان ګاونډی دی او هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري.

نوموړي دا هم وویل چې پاکستان باید دا یقیني کړي چې افغانستان به له نړیوالو سره پر خپلو ژمنو عمل کوي.

ستولتنبرګ وویل، د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه بله غوښتنه دا ده چې باید افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي: "د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې ناټو به ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې دوی ته ګواښ وکړي. ناټو پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د ترهګرو حملو په ځواب کې په افغانستان کې ښکېل شوه او له افغانستانه په تېرو دوو لسیزو کې د دې ايتلاف پر غړو هېڅ راز حمله تنظیم نه شوه. دا بریا باید په همدې ډول خوندي وي."

ښاغلي ستولتنبرګ وویل، ناټو له افغانستانه د وتلو په خطرونو پوهېده، خو د ده په وینا د افغانستان د سیاسي او پوځي مشرتابه او د افغان پوځي ځواکونو د سقوط اټکل یې نه و، کړی.

د ناټو عمومي منشي وویل، خورا زیات درسونه شته چې ناټو یې باید د افغانستان له قضیې زده کړي او زیاته یې کړه چې دی په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په اړه یوه هر اړخیزه ارزونه په پام کې لري.

XS
SM
MD
LG