د لاسرسي ځای

تازه خبر

بريتانيا: کابل هوايي ډګر کې اووه ولسي وګړي وژل شوي


بريتانيا وايي چې د طالبانو ډزې خلک تېښتې ته اړ کړي
بريتانيا وايي چې د طالبانو ډزې خلک تېښتې ته اړ کړي

د بریتانیا پوځ ويلي چې اووه افغان وګړي د کابل په هوایی ډګر کې په ګډوډۍ کې وژل شوي دي.

اسوشیېټېډ پریس د بریتانیا د پوځ له خوا د اګست پر ۲۲مه د خپور کړي بیان په حواله لیکلي چې د طالبانو هوایي ډزو خلک تېښتې ته اړ کړي او په ګډوډیو کې اووه کسان وژل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته خلک له دې هېواده د تېښتې په لټه کې دي او د کابل په نړیوال هوايي ډګر یې ډېره ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده. د لسګونه نورو د ټپي کېدو راپورونه هم خپاره شوي.

تر دې مخکې د کابل هوايي ډګر ته د خلکو د ور ټولېدو په لومړیو ورځو کې د پنځو نورو ولسي وګړو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي ول.

طالبانو بیا د ګډوډیو پړه په ډګر کې د چارو پر تنظیموونکو اچولې ده چې د دوی په خبره د خلکو په کنټرول کې پاتې راغلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG