د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان فوټبال ملي ټیم یو لوبغاړی هم الوتکه کې د پټېدو مهال مړ شوی


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې یو لوبغاړی ذکي انوري په هغې امریکايي پوځي الوتکه کې د پټېدو د هڅې پر مهال مړ شوی چې له کابله یې خلک بهر لېږدول.

۱۹ کلن انوري د اګست پر ۱۶مه تر هغې وروسته ومړ چې هغه د امریکا د هوايي ځواک په سي-۱۷ جېټ الوتکه پورې د ځان نښلولو هڅه وکړه.

د افغانستان د ورزشي او سپورټي چارو عمومي ریاست د نوموړي مړینه تایید کړې. خو د انوري د مړینې څرنګوالي په اړه ضد او نقیص رپورټونه دي. ځینې رپورټونه وايي چې هغه له الوتکې تر پرېوتو وروسته ومړ خو ځینې نور بیا وايي چې د هغه د وجود برخې د الوتکې د پهیې یا ټایر په برخه کې موندل شوې دي.

د امریکا هوايي ځواک د هغه پرواز په اړه پلټنې کوي چې پکې افغان ملکي وګړو د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیولو وروسته له هېواده د تېښتې په موخه په سي-۱۷ الوتکې پورې د نښلېدو هڅه وکړه. په هغه الوتکه کې شاوخوا ۶۴۰ افغان او امریکايي ملکي وګړي سپاره ول او په هېواد کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کې یې پرواز وکړ. هغه مهال د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ننوتي افغانان د الوتکې شاوخوا ورغونډ شوي ول.

سي-۱۷ الوتکه چې په قطر کې ښکته شوه نو د پهیې په ځای کې یې د انساني وجود برخې وموندل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG