د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۷۴ کسان مړه شوي


په پېښور کې یوه نرسه یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې یوه نرسه یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې په تېر شواروز کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۷۴ کسان وژلي دي چې ورسره په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې د مړو رسمي شمېر له ۲۴،۷۰۰ څخه لوړ شوی.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼې د اګست پر ۱۹مه ليکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کورونا وايرس تر ۴،۳۰۰ زياتې پيښې ثبت شوي دي چې ورسره د ۲۰۲۰ز کال له فېبرورۍ راهيسې د ټولو وړجنو کسانو شمېر تر ۱،۱۱۳،۰۰۰ زیات شوی.

خو په هغه هېواد کې شاوخوا یو میلیون کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ رغېدلي هم دي.

بلخوا په هغه هېواد کې واکسيني بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس وبا د څار ملي اداري (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنتر) پر ووبپاڼه لیکلي چې د اګست تر ۱۹مې سهاره په ټول هېواد کې تر ۱۲،۷۹۵،۶۶۲ کسان بشپړ واکسين شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG