د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې راتلونکي نظام: ښايي غونډې ژر پیل شي


طالبان وايي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه له یوشمېر افغان سیاستوالانو سره خبرې کوي او یو پلاوی له کابله دوحې ته ځي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم مشال رېډیو ته وویل، پلاوی به یې ژر دوحې ته ولاړ شي خو کله به ځي، نوموړي یې نېټه و نه ښودله.

خو بل پلو د اګست پر ۱۵مه نېټه د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېشن مشر امیر خان متقي ویلي دي، د واک لېږد روښانه دی او راتلونکی نظام د هغه چا دی چې اوس پر ټول وطن (افغانستان) حاکم دي.

خو د هغه تر خبرو وروسته، په قطر کې د دې ډلې یوه بل غړي سهیل شاهین په یکشنبه (د اګست ۱۵مه) اسوشیېټېډ پرېس ته وویل، د ټول-‌ګډونه اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره خبرې پیلوي.

ده زیاته کړې، د واک د انحصار فکر کې نه‌دي او د یوه ټول‌ګډونه، اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرې پیلوي.

خو له افغانستان تر اوسه د دې خبرو د پخلي خبره یوازې پخواني ولسمشر حامد کرزي کړې ده.

هغه بېګا شپه بي‌بي‌سي ته وویل، له طالبانو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته ځي.

کرزي زیاته کړه، زلمي خلیلزاد ده ته ټیلیفون کړی او ترې یې غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

هغه ونه‌ویل چې دا سفر به کله وشي، خو ټینګار یې وکړ چې له طالب مشرانو سره د سولې او امنیت د راتلو لپاره اړیکه کې دی.

بل پلو د افغانستان یوشمېر سیاستوال لکه محمد یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، صلاح‌الدین رباني، احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود، لطیف پدرام، خالد نور چې د اګست پر ۱۵مه پاکستان ته تللي ول، نن یې د هغه ملک د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

ښاغلي قریشي په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي، له افغان سیاسیونو سره کتنه کې یې په افغانستان کې د جمهوریت، سولې او ثبات په اړه خبرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په یکشنبه (د اګست ۱۵مه) پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله اعلان وکړ چې د ګډوډۍ د مخنیوي، د سولې اړوند مسئلو او په سوله‌ییزه توګه‌یې د واک د لېږد مدیریت لپاره د ګلبدین حکمتیار په ګډون د همغږۍ شورا جوړه کړې ده.

په ورته وخت کې ملګري ملتونو نن دوشنبه د افغانستان په اړه بیړنۍ ناسته رابللې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له طالبانو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او د بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG