د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ټولنیزو شبکو د پاکستان بدنامولو کیمپېن پیل شوی: یوسف


یوسف وايي، پر پاکستان د بندیز لګولو انلاین کیمپېن خلکو ته ټکان ورکړی - انځور له ارشیفه.
یوسف وايي، پر پاکستان د بندیز لګولو انلاین کیمپېن خلکو ته ټکان ورکړی - انځور له ارشیفه.

د پاکستان حکومت د طالبانو د ملاتړ او مرستې تورونه رد کړي دي او وايي، دا ډول تورونه پر ټولنیزو شبکو د پاکستان د بدنامولو د هغه کیمپېن برخه ده چې تازه پیل شوی دی.

دا خبره د پاکستان د وزیراعظم قامي سلامتۍ سلاکار معید یوسف د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو او خپرونو چارو له وفاقي وزیر فواد چودري سره ګډې خبري غونډې ته وکړه.

نوموړي وویل، د اګست پر نهمه او ۱۰مه پر ټولنیزو شبکو د #SanctionPakistan یعنې پر پاکستان بندیزونه ولګوئ، د هیشټیګ له لارې یو کیمپېن پیل شو چې "خلکو ته یې ټکان ورکړ."

معید یوسف وویل چې هغه تازه له امریکا ستون شوی دی او هلته نه خو پر پاکستان د بندیزونو په اړه څه خبره شوې او نه دا خبره ریښتیا ده.

د نوموړي په خبره "د پاکستان د بدنامولو کیمپېن" تړاو "مستقیماً له افغانستان او هنده له چلېدونکو اکاونټونو او پاڼو" سره دی.

هغه زیاته کړه چې د دې کیمپېن په وسیله هڅه کېږي چې د افغانستان د خرابېدونکي امنیتي وضعیت لپاره پاکستان پړ او ملامته وبلل شي.

یوسف دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست له نهمې راهیسې په افغانستان او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې افغانو فعالانو پر ټولنیزو شبکو د #SanctionPakistan په نوم کیمپېن پیل کړی او تور پورې کوي چې اسلام اباد د طالبانو مرسته او ملاتړ کوي. طالبانو د مې میاشت له پیل راهیسې په افغانستان کې جګړو ته زور ورکړی دی او لسګونه ولسوالۍ او د لږ تر لږه نهه ولایتونو مرکزونه یې نیولي دي.

دا فعالان د خپل هیشټیګ له لارې له ملګرو ملتونو او له ځواکمنو هېوادونو څخه پر پاکستان د بندیزونو لګولو غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت په بیا بیا د طالبانو له مرستې انکار کړی او وايي چې د افغانستان په شخړه کې د هېڅ لوري ملاتړ نه کوي، بلکې د خبرو له لارې یې د هواري په برخه کې هڅو ته دوام ورکړی.

خبري غونډې ته په وینا کې د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وویل چې د پاکستان پر ضد د "ناسمو معلوماتو" خپرولو په کیمپېن کې "تر ټولو لوی کردار د هند" دی.

افغانستان او هند د یوسف او د چودري د دعوو او تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

نوي دلي په تېرو وختونو کې د پاکستان پر وړاندې د ناسمو معلوماتو خپراوي تورونه رد کړي.

د #SanctionPakistan د کیمپېن په غبرګون په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو هم د #paksupportingAfghanpeace یعنې "پاکستان د افغان سولې ملاتړی دی" له لارې کیمپېن پیل کړ.

په #sanctionpakistan او #paksupportAfghanpeace هیشټیګونو کې یوه خبره مشترکه ده چې د دې کاروونکي د افغانستان او پاکستان د پاليسي سازو، حکومتي او امنيتي چارواکو د هغو بیانونو حوالې ورکوي چې د هغو هېوادونو رسمي یا غیر رسمي دریځ دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG