د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې غلو په يوه ورځ د سېلانيانو دوه ګاډي لوټلي


سوات کې د سېلانیانو دوو کوسټر ګاډو کې ګڼ سېلانیان لوټل شوي. ۲۰۲۱، ۱۰م اګست
سوات کې د سېلانیانو دوو کوسټر ګاډو کې ګڼ سېلانیان لوټل شوي. ۲۰۲۱، ۱۰م اګست

خیبر پښتونخوا په سېلانۍ سیمه سوات کې د لارې شوکمارانو د سېلانیانو د دوو ګاډو له سورلیو د وسلې په زور نغدې پيسې، موبايلونه او د سرو زرو ګاڼه لوټلې ده.

لومړۍ پېښه د ګل/دوشنبې ورځ د مدين په کندیل سیمه کې رامنځ ته شوې چې پکې په یوه کوسټر ګاډي کې سواره د لاهور ۱۲ ښځینه او نارینه سورلۍ لوټ شوي دي. د پېښې ښکار سېلانیان وايي، په روڼه ورځ پر جرنېلي سړک د پاکستاني پوځ غوندې ټوپۍ پر سر درې موټرسايکل سورو د دوی ګاډی ودراوه او ټول سېلانیان یې ولوټل. د دوی په وینا چې وروسته یې پوليس خبر کړ.

دويمه پېښه د ګل په ورځ د بريکوټ په تحصیل کې رامنځ ته شوې چې همداسې درې موټرسايکل سورو له اسلام آباده ورغلي سېلانیان لوټلي دي.

د سوات پوليس وياند معین فياض وايي د دواړو پېښو مقدمې یې کښلې او پلټنې یې کوي. وروستي راپورونه وايي چې سوات پولیسو په شوکو کې د لاس لرلو په تور درې مشکوک کسان نیولي دي.

یاده دې وي چې په همدې روانه اګست میاشت کې په ملاکنډ کې په یوه کوسټر ګاډي کې سواره سېلانيان لوټ شوي ول. که څه هم پر هغه پېښه د صوبې اعلا وزیر د ملاکنډ ضلعي پوليس مشر او انتظامي مشر له خپلو څوکیو څخه لیرې کړل خو د وروستیو دوو پېښو په باب یې لاهم هېڅ بیان نه دی راغلی.

سوات چې سېلګرۍ یې د ګټې وټې لویه سرچینه ده، په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ او ورپسې سختو سېلاوونو زښته ډېر وځپلی. خو په تېرو څو کلونو کې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا ګڼو نورو سېلانۍ سیمو ته په لوی شمېر کې سېلانیان ورمات شوي دي خو د ناامنیو پېښې ښايي د هغوی د ورتګ بهیر ورو او پڅ کړي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG