د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي پاکستان له ترهګرۍ څخه د سیلګرۍ په لوري رهي دی


جنرال قمر جاويد باجوه ويلي، د ردالفساد عملياتو په نتيجه کې يې هېواد له ترهګرۍ څخه د سېلګرۍ پر سفر رهي کړی
جنرال قمر جاويد باجوه ويلي، د ردالفساد عملياتو په نتيجه کې يې هېواد له ترهګرۍ څخه د سېلګرۍ پر سفر رهي کړی

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ردالفساد عملياتو په نتيجه کې يې هېواد له ترهګرۍ څخه د سېلګرۍ پر لاره رهي کړی دی.

ځينو کارپوهانو په پاکستان کې د تشدد د کمېدو په اړه د پوځ ادعا تر يوه حده سمه بللې خو ويلي یې دي چې لاهم په هېواد کې بشپړ امنيت نه دی ټینګ شوی.

ردالفساد عمليات د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه د هېواد په کچه پیل شوي ول چې د پوځ په وينا هدف يې د پخوانيو عملياتو لاس ته راوړنې ټينګول، د ترهګرۍ ښکاره او پټ ګواښونه له منځه وړل او د هېواد د سرحداتو امنيت خوندي کول وو.

د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې ای اېس پی ار په يو بيان کې د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه له قوله ويلي چې د ردالفساد عملياتو په نتيجه کې يې هېواد له ترهګرۍ څخه د سېلګرۍ پر سفر رهي کړی چې لپاره يې ځاني او مالي زيانونه ګاللي دي.

د پاکستان د دفاعي چارو پوهه ډاکټر عایشه صديقه وايي، په هېواد کې د تشدد پېښې کمې شوې دي خو د هغې په خبره دا ويل غلطه ده چې په پاکستان کې بشپړ امنيت راغلی دی.

هغې زياته کړه:

"تر کومه ځایه پورې چې له ترهګرۍ څخه تر سېلګرۍ پورې د سفر خبره ده نو دا دوی هغه خلک سېل له راولي چې ورته امنيت ورکوي. د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ته وګورئ چې اوس هم چين وايي، دوی محفوظه نه دي او د دوی ته د امنيت لپاره ځانګړي اقدامات اخیستل کېږي. البته دا خبره سمه ده چې د نورو کالونو په مقابله کې تشدد کم شوی دی."

په پېښور کې خبريال او څېړونکی رفعت اورکزی هم وايي چې په پاکستان کې امنيت لږ څه ښه شوی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وويل، په قبايلي ضلعو کې داسې سيمې اوس نشته چې د طالبانو پرې قبضه وي خو البته دی وايي، په بلوچستان کې د امنيت وضع ښه شوې نه ده.

هغه زياته کړه،

" په بلوچستان کې په دې وروستيو کې چاودنې شوې دي او بل لور ته په شمالي او جنوبي وزیرستان، مومندو او باجوړ کې هدفي وژنې د پخوا په شان روانې دي."

البته رفعت اورکزی وايي چې د نړۍ هغو هېوادونو چې خپل وګړي يې پاکستان ته له تګه منع کړي ول يا ورته د احتیاط کولو لارښودنې کړې وې هغوی هم اوس په دې کې نرمي راوستې ده.

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال په قبايلي ضلعو او سوات کې د وسله والو پرضد يو شمېر عمليات شوي دي خو ردالفساد له پخوانيو هغو ځکه مختلف دی چې دا د جاسوسي مالوماتو پر اساس د چاپو په شکل کې ترسره شوی دی.

XS
SM
MD
LG