د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه کې په ټرافیکي پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي


د ګورنر دفتر وايي پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي - انځور له ارشیفه.
د ګورنر دفتر وايي پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي - انځور له ارشیفه.

د ترکیې د بالکېسېر ولایت د والي دفتر وايي چې په هغه هېواد کې د اګست پر اتمه د بس نړېدو په پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۷ زخميان شوي دي.

ټی ار ټي ټېلېويژن وايي، بس واوښت او بیا له سړکه بهر پرېوت.

د پېښې علت نه دی څرګند او ژغورونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي. د ګورنر دفتر ويلي چې ۱۱ کسان ځای په ځای مړه شوي او نورو په هسپتال کې ساه ورکړې ده.

په سمدستي توګه نور معلومات نه دې تر لاسه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG