ځايي چارواکي او خلک وايي چې د اګست پر اتمه نېټه هم د افغانستان په کندوز کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د ښار د نيولو په اړه متضاد خبرې مخې ته راغلې او طالبانو په يو بیان کې د ښار د نيولو ادعا کړې ده.
د ولايتي شوری غړی غلام رباني رباني ويلي چې د کندوز زياتره سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي او دا مهال جګړه د والي دفتر او پوليسو مرکز په شاوخوا کې روانه ده.
د کندوز د ولایتي شوری يوه بل غړي امرالدين ولي ويلي چې د ښار په ځينو برخو کې لاس په لاس جګړه روانه ده او ځینې امنيتي ځواکونو د هواي ډګر پر لور پر شا تګ کړی دی.
د افغان ځواکونو قومندان تاج محمد ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ده په اصطلاح دښمنانو پر ښار حملو ته زور ورکړی دی.
د ولایت روغتيا څانګه وايي، د اګست له شپږمې پیل شوې جګړې پر مهال ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۹ ټپيان شوي دي