د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور پولیس وايي درې وسله وال یې وژلي


د پولیسو په وینا، دا کسان له لاهور سره نږدې په فېروز اباد ښار کې د کرايې په يوه کور کې پټ ول. (انځور: ارشیف)
د پولیسو په وینا، دا کسان له لاهور سره نږدې په فېروز اباد ښار کې د کرايې په يوه کور کې پټ ول. (انځور: ارشیف)

په پاکستان کې ترهګرۍ ضد پوليس ځواک وايي، د اګست پر اتمه نېټه يې له لاهور سره نږدې د چاپې پر مهال په نښته کې درې مشکوک وسله وال وژلي دي.

د بنجاپ د ترهګرۍ مخنيوي ادارې (سي ټي ډي) په بيان کې ويلي چې چاپه يې له هغه وروسته ووهله چې کله ورته د وسله والو په اړه معلومات ورکړل شو چې له ادعا سره سم يې تړاو له تحريک طالبان پاکستان سره دی.

د پولیسو په وینا، دا کسان له لاهور سره نږدې په فېروز اباد ښار کې د کرايې په يوه کور کې پټ ول.

اداره وايي چې وژل شوي مشکوک وسله وال افغان وګړي دي چې په ادعا يې پلان درلود چې په امنيتي ځواکونو او د شيعه ګانو په ماتمي جلوسونو حملې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG