د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب د اګست له نهمې د عمرې درخواستونو اخیستل پیلوي


تر کورونا وایرس وړاندې به سعودي عرب ته د حج او عمرې له وجې هر کال ۱۲ اربه ډالره امدن ترلاسه کېده.
تر کورونا وایرس وړاندې به سعودي عرب ته د حج او عمرې له وجې هر کال ۱۲ اربه ډالره امدن ترلاسه کېده.

د سعودي عرب دولتي خبري اژانس ویلي، حکومت به د اګست له نهمې د عمرې لپاره د بهرملکیانو درخواستونه اخیستل پیل کړي.

د دوی په وینا، په یوه میاشت کې به د عمره کوونکو شمېر له ۶۰ زرو څخه تر ۲۰ لکو ته زیات کړي.

اژانس د اګست پر اتمه د سعودي عرب د حج او عمرې وزارت په حواله ویلي چې زایرین به د کووېډ-۱۹ د واکسینو سرټیفیکېټ جمع کوي.

د کورونا وایرس وبا له وجې د عمرې لپاره د خلکو شمېر کم شوی وو خو تېرکال له نومبر راهیسي ورو ورو د زایرینو شمېره زیاته شوه او شاوخوا ۲۰ زره کسان به هره ورځ د عمرې لپاره کعبې ته پرېښوول کېده .

تر کورونا وایرس وړاندې به سعودي عرب ته د حج او عمرې له وجې هر کال ۱۲ اربه ډالره امدن ترلاسه کېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG