د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر 'مینه پال' ووژل شو


د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه ‌پال
د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه ‌پال

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه ‌پال په کابل کې ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مینه پال وژل تایید کړي او ویاند یې طارق ارین په خپله فیسبوک پاڼه کې دواخان مینه پال د طالبانو او پاکستان ضد څېره او مړینه یې لوی غم بللی دی.

د راپورونو له مخې مینه پال نږدې دوه بجې د کابل په دارالامان سړک د روسیې سفارت ته نږدې د نا معلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

مینه ‌پال له دې وړاندې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال و.

هغه څو کاله له ازادي راډیو سره د خبریال په توګه هم کارکړی و.

طالبانو د ښاغلي مینه پال د وژلو مسولیت واخیست.

د دې ډلې یوه ویاند ذ بیح الله مجاهد شیبه مخکې وویل چې د کابل د ادارې د اطلاعاتو او رسنيو د‌ مرکز مشر دواخان مینه پال د کابل په دارالامان سیمه کې د مجاهدینو په یوه ځانګړي برید کې ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG