د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا نننۍ غونډه به د افغانستان پر روانو امنیتي حالاتو بحث کوي.

په دې غونډه کې به چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوره یي غړي هند چې د اګسټ له لومړۍ نېټې د دې شورا دوره یي مشري هم په غاړه لري، په غوښتنه رابلل شوې، په افغانستان کې د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکو حملو او پراخ تاوتریخوالي په اړه بحث وشي.

په ملګرو ملتونو کې د هند استازي ټي اېس تریمورتي د پنجشنبې په ورځ پرخپله ټويټرپاڼه د دې غونډې اعلان وکړ.

تېره سېشنبه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره ټیلیفوني خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د طالبانو د تاوتریخوالي د مخنیوي پر لارو چارو د بحث لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې بیړنۍ ناستې غوښتنه وکړه.

هند چې د راتلونکې ۲۰۲۲ز کال ترپایه د دوو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي غړی دی، دا لومړی ځل دی چې په اګسټ میاشت کې د دې شورا دوره یي مشري ترلاسه کوي.

بل ځل به هند ته د راتلونکي ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې بیا د دې شورا د مشرتابه وار رسیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG