د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په ننګرهار کې تر ۱۰ زیاتو وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي


د افغانستان د ملي امنيت ځواکونه د لغمان بادپښ ولسوالي بيرته له طالبانو د نيولو ادعا کړې. انځور - ارشیف
د افغانستان د ملي امنيت ځواکونه د لغمان بادپښ ولسوالي بيرته له طالبانو د نيولو ادعا کړې. انځور - ارشیف

چارواکي په لغمان ولایت کې له ۱۰ څخه د زیاتو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

په لغمان ولايت کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو ویاند سید مقصود اغا د اګست پر پنځمه مشال راډيو ته وویل چې د اګسټ پر څلورمه ګډو دفاعي امنيتي ځواکونو د هغه ولايت د علینګار ولسوالۍ ارمل او کندې سيمو کې پر طالبانو بريدونه وکړل چې شپږ يې ووژل او ۱۰ نور يې ژوبل کړل.

بلخوا د افغانستان د ملي امنيت ځواکونه د لغمان بادپښ ولسوالي بيرته له طالبانو د نيولو ادعا کړې.

د ملي امنیت ۰۲ قطعې د اګست پر پنځه په يوه خبرپاڼه کې، تېره شپه د هغې ولسوالۍ د بېرته نېولو په عملیاتو کې د اوه طالب وسله والو د وژنې ادعا هم کړې ده.

طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي خو دې ډلې په وروستیو څو میاشتو کې د لغمان په ګډون څو ولایتونو کې ګڼې ولسوالۍ له افغان حکومت څخه نیولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG