په پېښور کې د مومندو ضلعې د يوې قبيلې د دوو ډلو ترمینځ د غره په سر شوې لانجه کې درې کسان ژوبل شوي دي.
له سيمې څخه د مشال راډيو خبريال ترمخه د اګست پر پنځمه د مومندو ضلعې د ایسوخېلو قبيلي يوې ډلې د ماربلو د غره ليز په سر په پېښور کې احتجاجي مظاهره کوله چې د هغه قبيلې دويمه ډله هم د احتجاج ځای ته ورغله.
د پېښور ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ ترمخه د دواړو ډلو ترمینځ په نښته کې ډزې هم وشوې چې پکې د يو پولیس سرتېري په ګډون درې کسان ژوبل شول.
د پېښور ټاون سيمې د پوليسو په وينا چې د جګړې او ډزو په تور یې ۱۰ کسان يې نيولي دي.