د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د ۶۴۳ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي


په ننګرهار کې افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال. انځور - ارشیف
په ننګرهار کې افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال. انځور - ارشیف

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره د اګست په څلورمه نېټه خپرې شوې خبرپاڼه کې د دې ولایت د امنیه قوماندان مل پاسوال سلطان داود سلطان له قوله ویل شوي چې په تېرو دوه میاشتو کې ګډو امنیتي ځواکونو د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو ۲۸۵ بریدونه په شاه تمبولي چې په نتیجه کې یې د درې سرګروپانو په ګډون ۶۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي،۱۵۳ یې ټپیان شوي او د دوی ۴۹ میله بېلا بېلې وسلې، ۹ عرادې وسایط او لسګونه مرکزونه یې ورته تخریب او له مينځه وړي دي.

خبر پاڼه کاږي چې پولیسو په تېرو دوو میاشتو کې د ۱۶۸ جنایي پېښو د رامنځته کېدو په قضیه کې ۱۷۸ تنه تورن کسان نیولي او له دوی یې شپږ میله وسلې او ۶ عرادې موټرې هم تر لاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې‌ دا هم راغلي چې ۷۴ تنه د نېږدې ۲۳۰۰ کیلو ګرامه بېلا بېل ډوله نشه یي توکو، ۱۸ عرادو وسایطو او ۱۵ میله تفنګچو سره یو ځای نیول شوي او زیاتوي چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو په لړ کې په تېرو دوو میاشتو کې ۱۸ تنه پولیس د بېلا بېلو قضیو له امله څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي چې عملاٌ ترې څېړنې جریان لري.

وسله والو طالبانو د ننګرهار د چارواکو د تازه ادعاوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG