د افغانستان د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د روانې جګړې پر مهال افغان هوايي ځواک د امریکا په ملاتړ پر دغه ښار درنې حملې کړې دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان سمیع سادات له خلکو غوښتي، که طالبان یې کورونو ته پناه وړي، نو د ځانونو د خونديتوب لپاره دې له خپلو کورونو څخه ووځي.
په لښکرګاه کې له تېرو څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمینځ د جګړې له کبله د دې ښار ګڼ اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (يوناما) د اګست پر درېیمه وویل چې په لښکرګاه کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۴۰ ولسي افغانان وژل شوي او نېږدې ۱۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي، که د جګړې ښکېل اړخونه د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام ونه کړي، افغانستان کې به یوه غمیزه رامنځته شي.