د لاسرسي ځای

تازه خبر

ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشر په توګه لوړه وکړه


ایران کې د ابراهیم رییسي د لوړې مراسم
ایران کې د ابراهیم رییسي د لوړې مراسم

ایران کې دودپالي ابراهیم رییسي د لوړې مراسم نن سېشنبه د ایران په پلازمېنه تهران کې د دې هېواد د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي په حضور کې ترسره شول.

شپېته کلن ابراهیم رییسي د ولسمشر په توګه خپله څلورکلنه دوره په رسمي توګه پیلوي.

رییسي همدا راز د خپل حکومت د پرمختګ لپاره یو پلان هم وړاندي کړی چې د اټومي مذاکراتو او د ایران اټومي موافقې د بیا-پیلولو ټکي هم پکې شامل دي.

امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې له ایران سره د نړۍ له اټومي تړونه ووته.

رییسي په دغو مراسمو کې وویل چې د ایران اقتصادي وده به یې لویه پاملرنه وي. له هغه پس چې امریکا له ایران سره له اټمي موافقې ووته، پردغه هېواد یې نوي بندیزونه ولګول چې په نتیجه کې يې د ایران اقتصاد ته ډېره ضربه ورسېده.

رییسي د لوړې په مراسمو کې وویل چې د ایران پر اقتصادي وده به تمرکز وکړي
رییسي د لوړې په مراسمو کې وویل چې د ایران پر اقتصادي وده به تمرکز وکړي

رییسي د ولسمشر په توګه له یو ډول بحران سره مخامخ دی چې امریکا، اسرایيل او بریتانیې پر تهران د عمان په ساحل کې د اسراییل پر یوه تېل وړونکې بیړۍ د حملې تور پورې کړ. تهران دا تور رد کړی.

امریکا پر رییسي په زرګونو اعدامونو کې د لاس درلودو په تور بندیزونه لګولي او ویلي يې دي چې رییسي د قضا د مشر په توګه د خپل کار پرمهال له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

د رییسي ولسمشري به محافظه کاران نورهم قوي کړي چې په ۲۰۲۰ز کال کې يې پارلماني انتخابات په اکثریت سره وګټل.

دا انتخابات په داسې حال کې شوي وو چې زرګونو منځلاري او اصلاح غوښتونکي په انتخاباتو کې له کاندیدۍ رد شول.

منتقدین وايي چې د جون د ۱۸مې په ولسمشريز انتخاباتو کې هم د رییسي په ګټه یو شمېر نور قوي کاندیدان رد شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG