د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورنا وبا: پاکستان کې بیا نیمه ټولبند لګېږي


پېښور ښار
پېښور ښار

د پاکستان حکومت له ننه د ملک په ځینو برخو کې د کورونا وبا د څلورمې څپې مخنیوي په موخه نیمه - ټولبند لګولی.

د پلان او پرمختګ وفاقي وزیر اسد عمر د اګست پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، د اګست له درېیمې تر ۳۱ مې به دا ټولبند په اسلام اباد، پېښور، ایبټ اباد، پنډۍ، لاهور، فیصل اباد، کراچۍ، حیدر اباد، میر پور، ګلکت او سکردو کې لګېدلی وي.

د سمارټ ټولبند پر مهال به په اوونۍ کې دوې ورځې کاروبارونه بند وي، دوکانونه به د شپې په اتو بجو تړل کېږي، په دفترونو کې به پینځوس فیصده مامورین کار کوي، په ګاډو کې به د ۵۰ فیصدو سپرلیو د وړلو اجازه وي، د ودونو په تالارونو کې به تر ۴۰۰ پورې مېلمنو ته د ګډون اجازه وي خو ډوډۍ به په سرخلاصو ځایونو کې وي.

بل پلو دوکانداران، ولس او تجاران په اوسني ټولبند خپه دي. د پاکستان د تجارانو د سرتاسري ټولنې د خیبر پښتونخوا جنرل سکټري احسان باچا د اګست پر دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، کاروبارونه یې وار له مخې تباه شوي، دا نوی ټولبند به یې لا نور وځپي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG