د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره بیا بندیزونه اعلان کړل


پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي. انځور - ارشیف
پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي. انځور - ارشیف

پاکستان د کورونا وایرس د څلورمې څپې د مخنیوي لپاره ځینې بندیزونه اعلان کړي او پر ولس یې غږ کړی چې د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې واکسین ولګوي.

د جولای پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د کورونا مخنیوي د قامي ادارې له غونډې وروسته یوه خبري کانفرنس ته په وینا کې د منصوبه بندۍ او پرمختیا وفاقي وزیر اسد عمر وویل چې حکومت هغه کسانو ته د واکسین لګولو لپاره د اګست ۳۱مه نېټه ټاکلې چې له وایرسه د زیات اغېزمنېدو له خطر سره مخامخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې له ۱۸ کالونو د ډېر عمر زده کوونکي د قانون عملي کولو د ادارو ملازمین او په هوټلونو او شادي هالونو کې کارکوونکي به د اګست تر ۳۱مې نېټې وړاندې واکسین لګوي.

په عین حال کې به د سکولونو استادان د اګست تر لومړۍ نېټې پورې د واکسینو لګولو عمل پوره کوي.

د سيند حکومت هم د کورونا وبا د مخنيوي لپاره سر له سبا د جولای له ۳۱مې د اګست تر اتمې نېټې د کراچۍ په ګډون د صوبې په نورو ښارونو کې د ټولبند لګولو اعلان کړی دی.

د سیند وزير اعلا مراد علي شاه په مشرۍ په غونډه کې پرېکړه شوې، که سرکاري کارمندانو د اګست تر ۳۱مې ځان واکسین نه کړ نو تنخاګانې به یې نه ورکول کېږي. د ټولبند د نوې لارښوونو له مخې به ځینې صنعتونه پرانیستي وي او له راتلونکې اونۍ څخه به ټول سرکاري دفترونه وتړل شي.

په غونډه کې د سيند دروغتيا وزرات په خپل رپور کې ويلي چې په سيند کې کرونا وايرس د خپروېدو شرحه ۱۳ فيصده اوپه ځانګړي توګه په کراچۍ کې ۲۳ فيصدو ته رسېدلې ده.

بلخوا د کورونا په اړه سرکاري شمېرې ښيي چې په پاکستان کې په تېر یوه شواروز کې کورونا وایرس نور څلور زره څلور سوه اووه نوي (۴۴۹۷) کسان وهلي او نور ۷۶ یې وژلي دي. وایرس تر ټولو ډېر خلک په سیند او پنجاب صوبو کې ځپلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG