د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په هېلمند کې د طالبانو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی


افغان پوځ وايي په هېلمند کې یې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له لارې وسله وال په شا تمبولي - انځور له ارشیفه
افغان پوځ وايي په هېلمند کې یې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له لارې وسله وال په شا تمبولي - انځور له ارشیفه

افغان ځواکونو د اګست پر دویمه هم په هېلمند کې د طالبانو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی او د ولایت د مرکز کنټرول ترلاسه کولو هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ په پای کې وسله والو د افغانستان پر یو شمېر ښارونو بریدوننه وکړل.

په عین حال کې د هېلمند په مرکز لښکرګاه کې جګړې زور اخیستی دی.

طالبانو په هغه ښار کې تر هغې څو ساعتونه وروسته عملیات پیل کړل چې افغان حکومت پکې د ځانګړو ځواکونو د سلګونه سرتېرو ځای پر ځای کول اعلان کړل.

افغان پوځ وايي، د ځمکنیو او هوايي بریدونو له لارې یې په لښکرګاه کې وسله وال په شا تمبولي دي او حملې یې ناکاموي.

طالبانو په عین وخت کې د کندهار او هرات پر مرکزونو هم حملو ته دوام ورکړی او په تېرو درو ورځو کې د درنو جګړو له وجې زرګونه ملکیان نورو سیمو ته کډه شوي دي.

په مې کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر له پیل راهیسې هلته جګړو زور اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG