د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او پاکستان د افغان سولې لپاره د هڅو پر دوام سلا شوي: معید یوسف


د پاکستان راډيو د اګست پر لومړۍ پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې معید یوسف دا خبره په واشنګټن کې له رسنیو سره په خبرو کې کړې ده.
د پاکستان راډيو د اګست پر لومړۍ پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې معید یوسف دا خبره په واشنګټن کې له رسنیو سره په خبرو کې کړې ده.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، اسلام اباد او واشنګټن د افغانستان د سولې بهیر لپاره د هڅو پر دوام سلا شوي دي.

د پاکستان راډيو د اګست پر لومړۍ پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې معید یوسف دا خبره په واشنګټن کې له رسنیو سره په خبرو کې کړې ده.

بیان د معید یوسف له خولې زیاتوي چې په افغانستان کې د امنیت لپاره په ګډه کار کولو ته ضرورت دی.

نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان کې له بې ثباتۍ سره به مختلفې ترهګرې ډلې یو وار بیا سر راپورته کړي چې د ده په وینا، د نړی او پاکستان لپاره مسلې جوړولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په مې کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر له پیل راهیسې هلته جګړو زور اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG