د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د اسرایل پر کښتۍ په برید کې لاس درلودل رد کړل


د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یايیر لېپیډ په یو بیان کې ویلي چې نوموړي خپل بريتانوي سيال ته ویلي چې دې پېښې ته کلک غبرګون په کار دی. (انځور: ارشیف)
د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یايیر لېپیډ په یو بیان کې ویلي چې نوموړي خپل بريتانوي سيال ته ویلي چې دې پېښې ته کلک غبرګون په کار دی. (انځور: ارشیف)

ایران د اسرایل هغه تورونه رد کړي چې ګواکې تېره اوونۍ د عمان ساحل ته نیږدې د تېلو پر کښتۍ د برید ترشا تهران لاس لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خطیب زاده د اګست پر لومړۍ نېټه تور پورې کړ چې اسرایل په سیمه کې ناامني، ترهګري او تاوتریخوالی پیدا کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوی په برید کې د ایران د ښکیلېدو د تورونو غندنه کوي.

خطیب زاده دا هم ویل چې د اسرایل دا تورونه بې بنیاده دي او مقصد یې له حقایقو پام اړول دي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بحري ځواک د بارودي موادو پوهانو وویل، دوی باور لري چې د عمان ساحل ته نېږدې د تېلو پر کښتۍ د ډرون برید شوی چې د عملې دوه کسان پکې وژل شوي وو.

دا خبره د امریکا بحري ځواک د جولای پر ۳۱مه تر هغه یوه ورځ وروسته کړې چې اسراييلو د جولای ۲۹مې د برید تور پر ایران پورې کړ .

لندن مېشتي شرکت زوډیاک میریټایم چې د اسراییلي شتمن کاروباري ایال اوفر د زوډیاک ګروپ برخه ده، ویلي ول چې د جولای پر ۲۹مه یې د مرسر سټريټ په نامه د تېلوو پر ټانکر برید شوی وو خو د برید د نوعيت په اړه یې نور تفصیل نه وو ورکړی.

په برید کې وژل شوي کارکوونکي د رومانیا او برتانیا وګړي ول.

د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یايیر لېپیډ په یو بیان کې ویلي چې نوموړي خپل بريتانوي سيال ته ویلي چې دې پېښې ته کلک غبرګون په کار دی.

لېپیډ ویلي، ایران یوازې د اسرایيل مسله نه ده بلکې نوموړي تور پورې کړی چې ایران د ترهګرۍ، ورانۍ او بې ثباتۍ یو داسې پیدا کوونکی دی چې ټولو ته زیان رسوي.

بیان زیاتوي چې نړۍ باید د ایران د ترهګرۍ پر وړاندې خاموشه پاتې نشي کوم چې د لېپیډ په وینا، د بېړیو ازاد تګ راتګ ته زیان رسوي.

ایران په ۲۰۲۰م کال کې د وژل شوي خپل لوړپوړي اټومي ساینسپوه د مرګ او پر اټومي ځایونو د یو شمېر بریدونو تور پر اسرايیل پورې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG