د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوهېلي وزيرستان: وسله وال بريد کې يو عسکر وژل شوی او پینځه ژوبل


د سوهېلي وزيرستان د پولیسو مشر ويلي چې بریدګرو له ځان سره د پوځیانو وسله هم وړې ده.
د سوهېلي وزيرستان د پولیسو مشر ويلي چې بریدګرو له ځان سره د پوځیانو وسله هم وړې ده.

په سوهېلي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې یو امنیتي سرتیری وژل شوی او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د سوهېلي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي نن (جولای ۳۱مه) مشال راډيو ته وويل چې تېر ماښام وسله والو په تیارزه سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته برید کړی دی چې شپږ پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. ټپيان د درملنې لپاره د ډېره اسماعیل خان روغتون ته رسول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې یې د امنیت پر ځای کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې دي او په شاوخوا سیمو کې یې عملیات پیل کړي دي.

د پولیسو مشر وویل چې بریدګرو له ځان سره د پوځیانو وسله هم وړې ده.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني مشال راډیو ته په رالیږلي یو بیان کې د دې بريد ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG