د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو، امريکا او ناټو په هرات کې د یوناما پر دفتر برید وغانده


یوناما وايي، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ملګرو ملتونو د دفتر دروازه په داسې حال کې په توغندي او مرمیو په نښه کړې ده چې د ملګرو ملتونو نښې او علامې په روښانه ډول پرې ښکاري.
یوناما وايي، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ملګرو ملتونو د دفتر دروازه په داسې حال کې په توغندي او مرمیو په نښه کړې ده چې د ملګرو ملتونو نښې او علامې په روښانه ډول پرې ښکاري.

ملګرو ملتونو، امریکا او ناټو په هرات کې د یوناما پر دفتر برید په سختو ټکو وغانده.

د افغانستان د هرات ښار په شاوخوا سیمو کې پرون (د جولای ۳۰مه) د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنې نښتې وشوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (یوناما) په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شوی، ویلي چې په دې برید کې د دوی د دفتر یو پولیس وژل شوی او یو شمېر نور پولیس افسران ټپیان شوي دي، خو د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

یوناما وايي، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ملګرو ملتونو د دفتر دروازه په داسې حال کې په توغندي او مرمیو په نښه کړې ده چې د ملګرو ملتونو نښې او علامې په روښانه ډول پرې ښکاري.

د یوناما په بیان کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو پر دفتر او ملکي کارکوونکو برید د نړیوال قانون پر اساس منع دی او کېدای شي چې جنګي جرم وبلل شي.

یوناما غوښتنه کړې چې د دې برید ترسره کوونکي باید وپېژندل شي او حساب کتاب ورسره وشي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې د یوناما دفتر د جګړې سیمې ته نيږدې دی چې ښایي د جګړې پر مهال یې ساتونکو ته زیان رسېدلی وي، خو د نوموړي په وينا سیمې ته د طالبانو له رسېدو سره دا دفتر خوندي شو.

د وسله والو طالبانو لخوا په دا وروستيو کې په بريدونو کې له زياتوالي وروسته يوشمېر دولتي ودانيو او عامه تاسيساتو ته هم زيانونه اوښتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG