د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: پر کابل- جلال اباد لویې لارې ټرافیکې پېښو ۲۰ تنه وژلي


د افغانستان په لغمان ولايت کې له دې وړاندې هم ټرافيکو پېښو مرګ ژوبله اړولې ده. (انځور: ارشيف)
د افغانستان په لغمان ولايت کې له دې وړاندې هم ټرافيکو پېښو مرګ ژوبله اړولې ده. (انځور: ارشيف)

پر کابل- جلال اباد لویه لاره د موټرو د ټکر په دوو جلا جلا پېښو کې ۲۰ تنه وژلي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د لغمان ولايت د والي ویاند اسدالله دولت زي نن (د جولای ۳۱مه) مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د قرغیو ولسوالۍ اړوند نارنج باغ سیمه کې د یوه کاسټر او سراچه موټر د ټکر له امله اته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دولت زي په خبره، په ټپیانو او مړو کې مېرمنې او کوچنیان هم شامل دي. نوموړی زیاتوي، دغه راز پر همدې لار نن سهار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیز خان کڅ سیمه کې د یوې ټوډي موټر او دوه سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله ۱۲ تنه مړه شوي او اته نور سخت ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG