د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د جګړې زیاتولي ولسي مرګ ژوبله زیاته کړې: سيګار


راپور زياتوي، د ملکيانو مرګ ژوبله زياتېدل روان دي.
راپور زياتوي، د ملکيانو مرګ ژوبله زياتېدل روان دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سيګار) ويلي، په هغه هېواد کې د طالبانو پراخ عملیات د حکومت لپاره لوی بحران پيدا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا له مهالوېش سره سم د اګست تر پایه له افغانستانه خپل ټول بهرني پوځيان باسي.

سيګار د جولای پر ۲۹مه د امريکا ګانګرس ته په خپل درې مياشتني راپور کې يادونه کړې چې د واشنګټن او طالبانو ترمينځ موافقه د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې په قطر کې شوې او پرځای د دې چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي وسله والو پر داسې مهال بريدونو ته زور ورکړ چې افغان ځواکونه تيار نه ول او د ملکيانو وژنې زياتې شوې.

راپور وايي، تر موافقې مخکې طالبانو په درو مياشتو کې پر افغان ځواکونو ټول ۶،۷۰۰ بريدونه کړي ول خو د تېر کال له سېپټمبره تر نومبر پورې د بريدونو شمېر ۱۳،۲۴۲ ته ورسېد.

سيګار په افغانستان کې د امريکا او ناټو د ګډ ځواک د معلوماتو په اساس ويلي چې د جګړو زیاتوالی د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتېدو لامل شوی دی.

راپور وايي، تېر کال په لومړیو دریو میاشتو کې په تاوتريخوالي کې ۵۱۰ کسان وژل شوي او ۷۰۹ ژوبل شوي ول. خو د پروسږکال له جولای څخه تر سېپټمبره په تاوتريخوالي کې ۱۰۵۸ کسان وژل شوي او ۱،۹۵۹ ژوبل شوي دي.

راپور زياتوي، د ملکيانو مرګ ژوبله زياتېدل روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG