د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند پولیسو هغه تن ونيولی چې په زوره يې په هندو هلک د الله اکبر نعرې وهلې وې


د سیند پولیسو پر یوه هندو هلک تشدد کوونکې یو تن نیولی او د هغه خلاف یې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب د جولاۍ پر ۲۷مه (پرون)، په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت دې واقعې په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته ګامونه اخیستي.

د سیند پولیس وايي چې په پېښه کې تورن کس عبدالسلام د ضلع تهر پارکر په ميټي سيمه کې د مکېش په نوم یو هندو هلک ووهلو او پر هغه یې په زوره د الله اکبر او د مسلمانانو په حمایت کې نعرې ووهلې. د دغه ټول عمل ویډیو یې جوړه کړه او په سوشل میډیا یې هم خپره کړه. پولیس وايي د واقعاتو تحقیقات روان دي.

د ۲۰۱۷م کال د مردم شمارۍ شمېرې ښيي چې په پاکستان کې تر ۳۵ لاکه زیات هندوان ژوند کوي چې زیاتره یې په سیند کې اباد دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG