د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس هېڅوک طالبان سولې ته نه شي اړ اېستلی: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، اوس خورا ګرانه ده چې طالبان سیاسي روغې جوړې ته مجبوره کړل شي.

عمران خان له پي بي اېس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې امریکا د افغانستان د حالاتو د خرابولو مسووله وبلله، ویې ویل، کله چې شااوخوا یو نیم لک امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت وو، د سیاسي روغې جوړې امکان وو، خو کله چې یې ۱۰ زره سرتېري وااېستل او د نورو د اېستلو مهالوېش یې اعلان کړ، طالبانو فکر وکړ چې جګړه یې ګټلې ده.

عمران خان وویل، اوس هېڅوک طالبان سولې ته اړ اېستلی نه شي.

د افغانستان حکومت پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي او وايي چې په وروستیو کې له پاکستانه زرګونه طالبان او نور سخت دریځي د جګړې لپاره افغانستان ته وراوښتي دي.

خو عمران خان له پي بي ایس سره په مرکه کې دا تور بې اساسه وباله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG