د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیران پر کشمیر او افغانستان غږېدلي


د پاکستان بهرنیو چارو وزير شا محمود قریشي له خپل سعودي سیال سره د خبرو پر مهال.
د پاکستان بهرنیو چارو وزير شا محمود قریشي له خپل سعودي سیال سره د خبرو پر مهال.

د پاکستان بهرنیو چارو وزير شا محمود قریشي وايي، له خپل سعودي سيال شهزاده فیصل بن فرحان السعود سره يې د کشمير او افغانستان په مسلو خبرې کړي دي.

د سعودي عرب بهرنېو چارو وزير چې د جولای پر ۲۷مه د پاکستان په يو ورځني سفر دی له نوموړي سره په اسلام اباد کې تر ملاقات وروسته شاه محمود قریشي خبري غونډې ته وويل چې سعودي عرب د کشمير په مسله کې ډېر واضحه دريځ خپل کړی دی:

"دوی په دغې کې د پاکستان په ملاتړ کولو سره ښکاره دريځ او مستقل مزاجې ښودلې. موږ په افغانستان کې د راپورته کېدونکو حالاتو په اړه هم خبرې کړې چې دارنګ دې لړ کې څه چېلنجونه دي او څه موقعې دي."

شا محمود قرېشي د دې دواړو موضوعاتو نور تفصيل ورنکړ خو دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کلونو کې د کشمیر پر سر د اسلامي هیوادونو د تنظيم او ای سي غونډې د نه رابلل کېدو پر سر د پاکستان له سعودي عرب سره اړيکې زيانمنې شوي نو بلخوا بيا د پاکستان په ګاونډي هېواد افغانستان کې هم د طالبانو بريدونه زيات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG