د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي


د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دوشنبه یوه بیان کې ویلي چې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر نن اسلام اباد ته په سفر دی.

په بیان کې راغلي چې د شاه محمود قریشي په بلنه د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د جولای پر ۲۷مه له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورځي.

تمه ده شهزاده فیصل له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر حالاتو غږېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG